بېخودي
په بېخودې د بې وفا په كوڅه راغلمه نن
Pa bekhude da bewafa pa koosa raghlama nan
لكه ملنګ لكه ګدا په كوڅه راغلمه نن
هر سبا ا ؤ هر ماښام چې پرې ګذران ؤو ذما
Har saba aw har makham che pre guzran wo zama
حېران حېران اؤ نااشنا په كوڅه راغلمه نن
د خوشحالو اؤ خنداګانو چې مې كور ؤو پكښے
Da khushalo aw khandagano che me kor wo pake
ذه په سلګو اؤ په ژړا په كوڅه راغلمه نن
سترګې مې راډكې شوې نو يو شيبه ذه كېناستم
Starge me radake shwe nu yaw sheba za kenastam
بيا په جوټو اؤ وارخطا په كوڅه راغلمه نن
عآبده د عمرونو ؤركه، بيا مې پيدا نه كړې
ABIDA da umruno wruka bya me paeda nakrre
تا پسے بيا ذه په سودا په كوڅه راغلمه نن
Taa pase bya, za pa sauda pa koosa raghlama nan
No comments:
Post a Comment