ګل ژړيږي په سپرلي كښې
Gul Jhareegi pa sparlee ke
ګل به ؤلے نه ژړيږي په سپرلي كښې
چې بؤرا ترې جدا كيږي په سپرلي كښې
Gul ba wale na jarigi pa sparli ke
Che bara tre juda kigi pa sparli ke
د ګلونو وږمے ټولے يؤ په دوه شي
بل سپرلے شي چې يار راشي په سپرلي كښې
Da guluno wagme tole yaw pa dwa shi
Bal sparle shi che yar rashi pa sparli ke
لا خزان راغلے نه دې او ذه ؤورژېدم
يار مې له ما نه روانيږي په سپرلي كښې
Laa khazan raghale na de aw za orajhedam
Yar me la maa na rawanigi pa sparli ke
د چمن د ښكلا سېل ته مې پام نه وي
يار چې په شنو سترګو خنديږې په سپرلي كښې
Da chaman da khkula sel ta me paam na v
Yar che pa shno stargo khandigi pa sparli ke
دا چې خفا ښكاري هر يؤ ګل چمن كښې
يار مې سپرلي ته هم ياديږي په سپرلي كښې
Daa che khafa khkari har yaw gul chaman ke
Yar me sparli ta hum yadigi pa sparli ke
عآبده كم شي لږ دردونه مې خزان كښې
تا پسے زړه مې ډېر خوګيږي په سپرلي كښې
ABIDA kam shi lag darduna me khazan ke
Taa pase zrra me der khugigi pa sparli ke
No comments:
Post a Comment