بيا به راشم
زړه مې له غمه چې اوزګار شي بيا به راشم
Zrra me la ghama che uzgar shi bya ba rasham
بې وفا يار چې وفادار شي بيا به راشم
اوس د خزان سره ياري مې ا وكړه
Os da khazan sara yari me okra
كه سپرلې مې كله يار شي بيا به راشم
په منتونو منتونو ورته ستړي شومه
Pa minatuno minatuno warta starre shwama
كه مې جانان هم طلبګار شي بيا به راشم
لا خو نشه يمه ساقي ذه د دلبر په نظر
Laa kho nasha yama saaqi za da dilbar pa nazar
مات چې مې كله دا خمار شي بيا به راشم
لا د رقيب په محفلونو كښې مشغول دې اشنا
Laa da raqeeb pa mehfaluno ke mashghul de ashna
خوښ چې ذما په انتظار شي بيا به راشم
د جفا لارې چې خړوب كړم د وفا په وينه
Da jafa laare che kharoob krram da wafa pa weena
چمن د مينے چې ګلزار شي بيا به راشم
Chaman da meene che gulzar
ته لا د زړونو سوداګانو نه ؤوزګاره نه ئې
Ta laa da zrruno sawdagano na uzgaara na ye
تاواني دې چې بازار شي بيا به راشم
اوس په دې كلي كښې دي څه عآبده
Os pa de kali ke di sa ABIDA
اؤ كه د يار پكښے ديدار شي بيا به راشم
Aw ka da yaar pake deedar
No comments:
Post a Comment