ډك چشمان
زلفے د يار د بل ارمان باندې خؤرۍ دي
ذما د ګل وږمې د بل دالان باندې خؤرۍ دي
سترګې مې ډكے ډكے كيږي خدايہ خير اوكړې تہ
ورئڂے ستا د ياد د زړه اسمان باندې خؤرۍ دي
لويہ خدايہ تہ سكون تہ مې قرار اؤ جانان راكړه
ستا د ذات مهربانۍ پہ هرانسان باندې خؤرۍ دي
نہ تا خپل كړم نہ دې زړه نہ ذه ويستلے شمہ
منترے ستا د حسن ذما ڂان باندې خؤرۍ دي
نن حيران شوي بؤراګان ټول سرګردان دي داسے
خوشبوئې دې د وجود پہ ګلستان باندې خؤرۍ دي
جرتہ خو بہ ليك د عآبد ستا نظر نہ تیر شي
سندرے مې د مات زړګي جهان باندې خؤرۍ دي
No comments:
Post a Comment