تقدير
ستا د حسن به مجنون شم خو ته ذما لئيلى شه
ذه به ستا شمه زړګيه ته ذما د زړه دنيا شه
خبر يم چې تقدير كښې مې ته ليك نه ئې جانانه
تقدير نه په غلا راشه اؤ غلئے شان ذما شه
ستا په غيږ كښې به سر كېږدم ستا د مخ نور ته به ګورم
له تيارو مې رابهر كړه ته ذما د ژوند رڼا شه
چې هر غم مې له زړه ؤوڂي بس يؤ ته پكښې ډېره شې
ذه به ژوند شم د ښكلا ته ذما وجود كښې ساه شه
ما زخمونه ډېر خؤړلي تا پسې مې ډېر ژړلي
ذه به روغ ستا په راتلو شم ته مې درد لره دوا شه
كه ليؤنتوب مې درنه هېر وي خو په نوم به درته ياد يم
ذه به بيا ستا لېؤنئے شم خو ته خپل عآبد له راشه
No comments:
Post a Comment