Saturday, February 19, 2011

انګاردمينے

انګاردمينے


ستا د مينے سر انګار باندې لمبه يم

يؤ لیؤنے په لېؤنو كښې دې اوس ذه يم


ساقي لرې كړه جامونه خمار مې خرابيږي

ما شرابي شونډې څكلے دي نشه يم


په درمان ئې نه پوهيږي حكيمان طبيبان

په داسې غشو د جفا زخمي په زړه يم


سحر شمارمه زخمونه خپل بدن كښې

لیؤنو په شان ازغو كښې شپې اوده يم


عآبده څنګه چا ته اوئېم چې بيمار يم

لا چې نوم دې اخستې شمه نو ښه يم

No comments:

Post a Comment