نادان زړګيه
اوس ته د چا په انتظار شؤلې نادان زړګيه
اشنا خو لاړو د بل چا شؤلو جانان زړګيه
هره وفا مې د جفا سره په جنګ اخته ده
څنګه پورا به كړمه ستا معصوم ارمان زړګيه
اوس په بل باندې د خپلو زلفو سورۍ كؤي
ما ته په مينه چې وئيل به ئي قربان زړګيه
ما په تكل كښې د سكون تا له دردونه راؤړل
نه قرار مې درته راؤړو نه درمان زړګيه
راشه چې دؤاړه كډه ؤكړو له دنيا عآبده
راڂه چې دؤاړه شو د يؤ بل قاتلان زړګيه
Rasha che dwarra kadda ukrru la dunya ABIDA
Raza che dwarra shu da yaw bal qatilan zargea
No comments:
Post a Comment