ډكې سترګې
د سترګو وړاندې مې چې ګذي مذي ګيږي نن
سترګې مې ډكې كه موسم داسې بدليږي نن
ستا جدائي باندې ماتيږي مې د ژؤند تارونه
ياره چې ڂے درسره روح مې روانيږي نن
هزار غمونه مې د ژؤند تل په خندا ؤوړي دي
بې وفا ستا په يؤ جفا زړه مې خوګيږي نن
ما په دردونو د جهان كله ژړلي نه ؤو
ؤلے راښكل د خپلې ساه راته ګرانيږي نن
په رسوائے دې يرېدلم ڂكه ذه نه ژړېدلم
باران د اوښكو پټ په زړه باندې وربږي نن
تا په رخصت راته وئيل ژؤندې خوشحال اوسه عآبده
لكه چې ستا دا يؤ وعده ما نه ماتيږي نن
No comments:
Post a Comment