د زړه په وينو مې ګلزار كړلو چمن د مينے
بې وفا تا راله ازار كړلو چمن د مينے
پوهه نه شومه چا خرڅ كړمه چا واخستمه
سوداګر يار راله بازار كړلو چمن د مينے
تا نه وفا مې په بدل كښې د وفا غوښتله
تا په جفا راله انګار كړلو چمن د مينے
ما هر ستم دې په ادا حسابولو ښكليه
راله تالا دې وار په وار كړلو چمن د مينے
تا په خندا خندا چې پرېښودم رقيپ د پاره
ستا په خندا مې درنه ڂار كړل وچمن د مينے
تا رانه غواړي په جرګه راله نن زړه راغلے
د عآبد وفا راله دربار كړلو چمن د مينے
No comments:
Post a Comment