بې ثمره انتظار
ټول ژؤندون مې په سجدو ستا په غوښتو تېر كړو
لكه يؤ خوب كښې مې دا عمر ستا په ليدو تير كړو
په بل سبا پورې ستا هر سبا تړلئے ؤو
په سبا سبا مې وار د دنيا ستا په وعدو تير كړو
تا په ښكاره د رقيب لاس كښې چې لاس ؤركړو ګلې
ما خپل ژؤند خندا له ستا په ازغو تير كړو
د يؤے ؤرڂے ژؤندون ؤو عآبده پوه پرې نه شؤم
بې ثمره انتظار كښې مې ستا په راتلو تير كړو
No comments:
Post a Comment