ؤرك جانان
شپه په غم د ؤرك جانان كښې مې سحر شي
ؤرڂ مې تيره په ژړا په ؤران ګودر شي
چې ڂان ته ګورمه په سترګو كښې مې ته ښكارې
چې تا ته ګورمه په ڂان كښې مې نظر شي
che zan ta gorama pa stargo ke me ta khkare
che taa ta gorama pa zan ke me nazar shi
مسكا پسې ګرزيږي فريادونه مې دردونو كښې
شيرين يادونه دې په زړه كښې مې اؤتر شي
نه مې نم د سترګو كم شو نه ستم د جانان
نه به د مات زړګي په حال مې څوك خبر شي
لكه ماشوم د بې وسې سره جانان ته ګورم
چې ګير چاپيره رانه تاؤ د غم لښكر شي
خپله ژړا چې پټؤي عآبد مسكئے شي
كله كله پټ كړې مخ په ژړا سر شي
khpala jarra che patawi abid muske shi
kala kala patt krri makh pa jarra sar shi
No comments:
Post a Comment