تورے شپے
د تورو شپو تورو تيارو كښې ،ستادهجر په خيالونو كښې
Da toro shpo toro tyaro ke sta da hijar pa khealuno ke
د جدا ستوري په شان ذه هم، ڂلېګم اسمانونو كښې
لكه پانړه د خزان ورژيدم ذره ذره شومه ذه
Laka panrra da khazan orajedam zara zara shwam
نادان اشنا ته ګوره لټوې مې سرو ګلونو كښې
كاروان مې د همزولو رانه څومره مښكے لاړو
Karwan me da hamzolo rana sumra makhke larro
ذه د هجر په مقام حېران ولاړ يمه سوچونو كښې
لكه ماشوم ناساپه ويخ شمه د شپے له خوبه
Laka mashom nasapa weekh shama da shpe la khoba
چې دې خفا پرېشان اؤينم خوبونو كښې
ما دولتونه اؤ دنيا كله له خدايه غوښتي
Maa dawlatuna aw dunya kala la khudaya ghukhti
يو ستا ارمان به پټ وؤ ذما ټولو ارمانونو كښې
ما خو د زړه په وينو باندې ته ساتلے ښكليه
Maa kho da zrra pa weeno bande ta saatale khkulia
څنګه دې جدا جدا ذه پرېښودم غمونو كښې
تر څو به دې ڂان كلك وي دې دردونو ته عآبده
Tar so ba de zaan klak wi de darduno ta ABIDA
يو درد به د اجل شي په دې بېشماره دردونو كښې
Yaw dard ba da ajal shi pa de be-shmara darduno ke
No comments:
Post a Comment