ته به راشې كه نه
د مرګ سلګېۍ چې خلے له راشي ته به راشې كه نه
Da marg salge che khule la rashi ta ba rashe ka na
روح مې له تنه چې جدا شي ته به راشې كه نه
مرګ نه پس په انتظار چې دې غړيږي اشنا
Marg na pas pa intizar che de gharrigi ashna
ذما د سترګو بنديدو له، ته به راشې كه نه
ڂان كړه سنګارسترګې دې تورې په رانجو كړه
Zan krra singar starge de tore pa ranjo krra
ذما د لهد رخصتېدو له، ته به راشې كه نه
بس دوه قدمه مزل اوكړه بيا به لاړ شې
Bas dwa qadama mazal ukrra bya ba larr she
ما اديرے پورې بوتلو له، ته به راشې كه نه
راشه اشنا نن آخري په ما ستم دا اوكړه
Rasha ashna nan akhiri pa maa sitam daa okrra
ګل مې په قبر ايښودو له، ته به راشې كه نه
په منتونو به ئې تل چې قارېدلې اشنا
Pa minatuno ba ye tal che qaredale ashna
نن د عآبد دې خاموشو له، ته به راشې كه نه
Nan da ABID de khamosho la ta ba rashe ka na
No comments:
Post a Comment