Saturday, February 19, 2011

بيابه لاړشمه ذه

بيابه لاړشمه ذه


پس له جفا ئي يؤ نظر ګورم، بيا به لاړ شمه ذه

يار مې پيښمان يؤ نظر ګورم، بيا به لاړ شمه ذه


چې ذه ئي پرې برباد كړمه اوس څوك پكښې آباد دي

سترګے د يار يؤ نظر ګورم، بيا به لاړ شمه ذه


ؤرك ليؤني زړه پسې بيا يؤ ڂل تكل كؤمه

كوڅه د يار يؤ نظر ګورم، بيا به لاړ شمه ذه


دا باقي ژؤند به پرې د خيال زانګو كښې زانګمه ذه

زلفے د يار يؤ نظر ګورم، بيا به لاړ شمه ذه


ذه به پرې تنده ماتؤمه د هجران په سفر

شونډے ديار يؤ نظر ګورم، بيا به لاړ شمه ذه


ذما په ؤړاندې مې خطونه تصويرونه سؤزئي

ستم د يار يؤ نظر ګورم، بيا به لاړ شمه ذه


مرګيه صبر شه كه چرته ملامته راغلو

لاره د يار يؤ نظر ګورم، بيا به لاړ شمه ذه


چې شي يادګار ؤران ديوالونه په ؤران زړه د عآبد

كلئے د يار يؤ نظر ګورم، بيا به لاړ شمه ذه

No comments:

Post a Comment