پردۍ پردۍ جانان
اوس مې په خوب كښې هم پردے پردے ښكاريږي جانان
Os me pa khob ke hum prade prade khkarigi janan
د موسمونو په شان رنګ په رنګ بدليږي جانان
چې تش په خيال د جدائے به په سلګو شو راته
Che tash pa kheal da judaye ba pa salgo shwo rata
څنګه بدل شو د رقيب په څنګ نازيږي جانان
په خيال چې مې خؤرې شي ؤرئڂې د يادونو
Pa kheal che me khware shi wuryaze da yadoono
مئيده مئيده مې په زړګي باندې وريږي جانان
maeda maeda me pa zarrgi bande wareegi janan
يا ګلہ مند دې يا پېښمان په خپلو كړو باندې دې
Ya gilamand de ya pekhman pa khpalo kroo bande de
چې له ما لرې اؤ خفا خفا ګرزيږي جانان
مينه مې خرڅه په دهوكه شوه په بازار د جفا
Meena me kharsa pa dhoka shwa pa bazar da jafa
چرته بل زړه واخلمه اؤ چرته كښې بدليږي جانان
ګرانے شوے عآبده د وفا اسانے لارې
Grane shwe ABIDA da wafa asane laare
خپلو وعدو نه چې په سپينه منكريږي جانان
Khpalo waado na che pa speena munkareegi janan
No comments:
Post a Comment