زما د شاعری وېب پاڼې ته ښه راغلاست، هیله لرم چې دا پاڼه ستاسو د خوښۍ وړ وګرځې
Sunday, February 20, 2011
weekhe neeme shpe ؤيښې نيمې شپې jaagtee neem raaten
Wruke Laare ؤركے لارے
ؤركے لارے
په ؤركو لارو رانه ڂان ؤرك دې
رانه د مينے خوږ جانان ؤرك دې
Pa wruko laaro rana zan wruk de
Rana da mene khog janan wruk de
ولې به نه ؤوڂي آهونه له خلے
ما نه ذما د زړه درمان ؤرك دې
چې بېنوا دې كړو ؤوس چرته به وي
ستا لېؤنې په ڂان حيران ؤرك دې
ما خو بس يؤ ستا تمنا كړې ؤه
د معصوم زړه معصوم ارمان ؤرك دې
خپلو سپرلو كښې به ئې څه پېدا كړې
عآبد موسم كښې د خزان ؤرك دې
Khpalo sparlo ke ba ye sa paeda krre
ABID mosam ke da khazan wruk de
Wruka ؤركه
ؤركه
Wruka
لكه ښائسته ګلان چې په خزان ؤرك شي
داسې ستا ياد كښې مې دا ڂان ؤرك شي
څه بې مطلبه زندګي ئې بيا تېريږي
چې د ټول ژوند چا نه ارمان ؤرك شي
زلفے خؤرے چې په سپين مخ باندې كړي
لكه ؤرئيڂو كښې اسمان ؤرك شي
لارے به ګورم تر هغې د اشنا
لا چې عآبد لا دا جهان ؤرك شي
بيا تر سحره په دنيا د خيال كښې اوسي
چې عآبد په فكر د جانان ؤرك شي
Bya tar sahar pa dunya da khyal ke osi
Che ABID pa fikar da janan wruk shi
Wruk janan ؤرك جانان
ؤرك جانان
شپه په غم د ؤرك جانان كښې مې سحر شي
ؤرڂ مې تيره په ژړا په ؤران ګودر شي
چې ڂان ته ګورمه په سترګو كښې مې ته ښكارې
چې تا ته ګورمه په ڂان كښې مې نظر شي
che zan ta gorama pa stargo ke me ta khkare
che taa ta gorama pa zan ke me nazar shi
مسكا پسې ګرزيږي فريادونه مې دردونو كښې
شيرين يادونه دې په زړه كښې مې اؤتر شي
نه مې نم د سترګو كم شو نه ستم د جانان
نه به د مات زړګي په حال مې څوك خبر شي
لكه ماشوم د بې وسې سره جانان ته ګورم
چې ګير چاپيره رانه تاؤ د غم لښكر شي
خپله ژړا چې پټؤي عآبد مسكئے شي
كله كله پټ كړې مخ په ژړا سر شي
khpala jarra che patawi abid muske shi
kala kala patt krri makh pa jarra sar shi
Neemgarre waade نيمګړې وعدے
نيمګړې وعدے
اشناته چې جداشوې ؤرڂې شپې مې په ژړا شوې
نه سحرد وصال راغلونه د هجر شپې سبا شوې
ذما د عمر د عاګانې ژړاګانې عبس لاړې
نه ذه په دعا پوهه شوم نه ته مې مدعا شوې
نه تا خپل كړم نه ما خپل ګرېوان راټول كړو
ستا وعدے نيمګړې ټولے پاتې د وفا شوې
sta waade nemgare paate da wafa shwe
تا چې سره كړل خپل لاسونه د رقيب د پاره
ذه به اوس د چا شم ته خو لاړې د بل چاشوې
عآبده بلبلانو هم چمن نه كډے ؤوكړې
موسم د خزان راغلو د سپرلي ؤرڂے هوا شوې
Abid bulbulano hum chaman na kadde okrre
mosam da khazan raghlo da sparli wraze hawa shwe
Naqalara Juwand ناقلاره ژؤن
ناقلاره ژؤند
يار مې خوبونو تښتؤلو نه قلاره نه شؤو
زړه مې بې واره خوګيدلو نه قلاره نه شؤو
Zrra me bewaara khugedalo na qalara nashwo
تير شو يؤ عمر چې جدا له تا ګرزېږمه خو
باران له سترګو ؤرېدلو نه قلاره نه شؤو
ستا په غم باندې سحر شي هره شپه مې اشنا
هم مې ماښام د زؤرؤلو نه قلاره نه شؤو
رسوا كؤي مې خپلې اوښكې ستا د خيال په لمسون
درد له فرياد د تخنؤلو نه قلاره نه شؤو
خود به لرم ذه پرهرونه په پرهر زړګي
يار مې له زلفو څنډؤلو نه قلاره نه شؤو
Khud ba laram za parharuna pa parhar zarrgi
Yar me la zalfo sandawalo na qalara shwo
عمر مې تېر شؤلو خو هير مې نه شؤې ته عآبده
ڂان مې له ڂان د ژړؤلو نه قلاره نه شؤو
Umar me ter shwalo kho her me nashwe ta ABIDA
Zan me la zan da jarrawalo na qalara na shwo
Nadan zarrgea نادان زړګيه
نادان زړګيه
اوس ته د چا په انتظار شؤلې نادان زړګيه
اشنا خو لاړو د بل چا شؤلو جانان زړګيه
هره وفا مې د جفا سره په جنګ اخته ده
څنګه پورا به كړمه ستا معصوم ارمان زړګيه
اوس په بل باندې د خپلو زلفو سورۍ كؤي
ما ته په مينه چې وئيل به ئي قربان زړګيه
ما په تكل كښې د سكون تا له دردونه راؤړل
نه قرار مې درته راؤړو نه درمان زړګيه
راشه چې دؤاړه كډه ؤكړو له دنيا عآبده
راڂه چې دؤاړه شو د يؤ بل قاتلان زړګيه
Rasha che dwarra kadda ukrru la dunya ABIDA
Raza che dwarra shu da yaw bal qatilan zargea