Sunday, February 20, 2011

MAAT ASWELEE مات اسؤيلي

مات اسؤيلي

MAAT ASWELEE


څنګ د رقيب كښې مې اشنا خواږه خوبونه كؤي

مات اسؤيلي مې د مرګي سره جنګونه كؤي


Sang da raqeeb ke me janan khwaaga khuboona kawi

Maat aswelee me da margi sara jangoona kawi


خپله وفا اؤ ستا جفا چې شي راياده

كله خواږه كله تراخه مې زړه دردونه كؤي


Khpala wafa aw sta jafa che shi rayaada

Kala khwaga kala trakha me zrra dardoona kawi


ګؤنډيان مې د شپې بل كړي مشالونه خپل

وائي دا څوك دې داسې سؤي فريادونه كؤي


Gawandian me da shpe bal krri mashaloona khpal

Waayi das ok de dase sawee faryadoona kawi


څوك حيران د لاس په كرخو كيې جانان لټؤي

څوك دي مغروره په جانان باندې نازونه كؤي


Sok heran d alas pa karkho ke janan latawee

Sok di maghroor pa janan bande nazoona kawi


عآبده لا ؤران نه دي بې له تا مې محفلونه

د يار خيالونه لا په خيال كيې مې رقصونه كؤي


ABID laa waran na di be la taa me mehfaloona

Da yaar khyaloona laa pa khyal ke me raqsoona kawi

Gul ao baoraa ګل او بؤرا

ګل ژړيږي په سپرلي كښې

Gul Jhareegi pa sparlee ke


ګل به ؤلے نه ژړيږي په سپرلي كښې

چې بؤرا ترې جدا كيږي په سپرلي كښې


Gul ba wale na jarigi pa sparli ke

Che bara tre juda kigi pa sparli ke


د ګلونو وږمے ټولے يؤ په دوه شي

بل سپرلے شي چې يار راشي په سپرلي كښې


Da guluno wagme tole yaw pa dwa shi

Bal sparle shi che yar rashi pa sparli ke


لا خزان راغلے نه دې او ذه ؤورژېدم

يار مې له ما نه روانيږي په سپرلي كښې


Laa khazan raghale na de aw za orajhedam

Yar me la maa na rawanigi pa sparli ke


د چمن د ښكلا سېل ته مې پام نه وي

يار چې په شنو سترګو خنديږې په سپرلي كښې


Da chaman da khkula sel ta me paam na v

Yar che pa shno stargo khandigi pa sparli ke


دا چې خفا ښكاري هر يؤ ګل چمن كښې

يار مې سپرلي ته هم ياديږي په سپرلي كښې


Daa che khafa khkari har yaw gul chaman ke

Yar me sparli ta hum yadigi pa sparli ke


عآبده كم شي لږ دردونه مې خزان كښې

تا پسے زړه مې ډېر خوګيږي په سپرلي كښې


ABIDA kam shi lag darduna me khazan ke

Taa pase zrra me der khugigi pa sparli ke

STARREE MAZALOONA ستړي مزلونه

ستړي مزلونه

STARREE MAZALOONA


لرے لرے منزلونه دي، ستړي ستړي مزلونه دي

لرے لرے اميدونه دي، ستړي ستړي قدمونه دي

Laray laray mazaloona di, starree starree mazaloona di

Laray laray omedoona di, starree starree qadamoona di

شپې مې واړا شوګيرے دي د غمونو په محفل كښې

لمبه لمبه يادونه دي، سوي سوي فريادونه دي

Shpe me warra shaugeere did a ghamoono pa mehfal ke

Lamba lamba yadoona di, sawee sawee faryadoona di

كمبخت زړه مې قلار نه شولو د هغه بې وفا نه

پټے پټے افسانے دي، غلي غلي ديدنونه دي

Kambakht zrra me qalar na shwalo da hagha bewafa na

Patte patte afsane di, ghalee ghalee deedanoona di

څه د حالاتو ستم اؤ څه په نه زړه ؤو جانان

پاتے پاتے دي لوظونه، مړاوي مړاوي ارمانونه دي

Sa da halaato sitam aw sa pa na zrra wo janan

Paatay paatay dee lozoona, mrrawee mrrawee armanoona di

نه زړه په مينه موړ اؤ نه مې سترګې په ديدن عآبده

ؤګئے ؤګئے مې لا زړه دې، تګي تګي نظرونه دي

Na zrra pa meena morr aw na me starge pa deedan ABIDA

Wuge wuge me laa zrra de, tagee tagee nazaroona di

STARRE ZRRA ستړۍزړه

ستړۍزړه

STARRE ZRRA

درد د فراق دې د ازغملونه دې

بې له تا ژؤند د تېرؤلونه دې

Dard da firaq de da ezghamalo na de

Be la taa juwand da terawalo na de

ناصحه څنګه ترېنه زړه صبركړم

دې بېوفا د هېرؤلونه دې

Nasiha sanga trena zrra sabar krram

De bewafaa, da herawalo na de

ساقي عبس جامونه مه ډكؤ ه

غم د هجران د خلاصېدلونه دې

Saaqi abas jamoona ma dakkawa

Gham da hijran da khlasedalo na de

پاتۍ به نه شي بې له ما رقيبه

يار مې له ما د صبرېدلونه دې

Paate ban a shee be la maa raqeeba

Yar me la maa da sabredalo na de

زړه مې ټوټۍ شؤلو منم عآبده

خو داسې زر د ستړېدلونه دې

Zrra me totte shwalo manam ABIDA

Kho dase zar da starredalo na de

STARRE BAKH ستړېئ بخت

ستړېئ بخت

STARRE BAKHT

په يؤ مسكا ئې چې شي ؤرك هزار غمونه ذما

داسې جانان نه شه قربان هزار عمرونه ذما

Pa yaw muska ye che shi wruk hazar ghamuna zama

Dase janan na sha qurbaan hazar umroona zama

تنده د مينے به دې راولي كوڅے له ذما

اے ستمګره اوس كه نه منے سوالونه ذما

Tanda da mene ba de rawali koose la zama

Eiy sitamgara os ka na mane swaluna zama

خېر دې كه دې منعے كړم د خپلې كوڅے

څنګه به منعے كړې د ڂان نه ته يادونه ذما

Kher de ka de mane krram da khpale koose

Sanga ba mane krre la zaan na ta yadoona zama

راشه درڂار كړمه د ژوند پاتې شېبے خپلې

راكړه غمونه دې ټول واخله راحتونه ذما

Rasha dar-zaar krrama da juwand paate shebe khpale

Rakrra ghamuna de tol wakhla rahatoona zama

عآبده ستړې بخت مې نور بدتر شو

څومره چې ڂم نو لرې كيږي منزلونه ذم

ABIDA starre bakht me nor badtar show

Sumra chez am no lary keegi manzaloona zama

REEKHE GREWAN ريخے ګريوان

ريخے ګريوان

REEKHE GREWAN

خدايہ بې لہ تا څوك مې پہ حال خبريږي نہ

سېلاب لہ سترګو مې روان ودريږي نہ

Khudaya be la taa sok me pa haal khabreegi na

Selaab la starfo me rawaan odreegi na

يار پہ جفا كلك دې لكہ ذه چې پہ وفا يم

ذما ژړا ئې زؤروي ژړيږي نہ

Yar pa jafa klak de laka z ache pa wafa yam

Zama jarra ye zawrawi jareegi na

د وصال شېبے د سترګو رپ كښې تېرے شؤلے

زمانے وشؤې د هجران تېريږي نہ

Da wisal shebe da stargo rup ke tere shwale

Zamane washwe da hijran tereegi na

ستا دې قسم وي پہ ريخے ريخے ګرېوان ذما

لكہ ذما دې زړه پہ ما پسے درديږي نہ

Sta de qasam v pa reekhe reekhe grewan zama

Laka zama de zrra pa maa pase khugeegi na

د فرصت لمحو كښې ڂان چې آئينہ كښې ګورې

تا تہ د ڂان دا لېونے ياديږي نہ

Da fursat lamho ke zan che ayeena ke gore

Taa tad a zaan daa lewane yadeegi na

عآبده جوړ شي پہ ګولو ويشتلي خلق خو

د جفا پہ تيغ چې شي زخمي رغيږي نہ

ABIDA jorr shi pa golo weeshtali khalaq kho

Da jafa pa tegh che shi zakhmi ragheegi na

ZAMA WEENA STA HINA ذماوينه ستا حنا

ذماوينه ستا حنا

ZAMA WEENA STA HINA

نن په ژړا ئي راته اوئيل د بل چا شؤمه ذه

د حالاتو په ګردش كښې بې وفا شؤمه ذه

NAN PA JARRA YE RATA OWEL DA BAL CHA SHWAMA ZA

DA HALAATO PA GARDISH KE BEWAFA SHWAMA ZA

ڂايۍ په ڂايۍ ولاړې پاتې شؤې ساګانې ذما

د بې وسې په ژرنده ټول ذره ذره شؤمه ذه

ZAAYE PA ZAAYE WALAARRE PAATE SHWE SAAGANE ZAMA

DA BEWASE PA JRANDA TOL ZARA ZARA SHWAMA ZA

لكه جانان چې رانه چا په جؤارۍ ؤړې وي

بس په يؤ داؤ باندې محرومه له دنيا شؤمه ذه

LAKA JANAN CHE RANA CHA PA JAWARE WURRE V

BAS PA YAW DAWO BANDE MAHROOMA LA DUNYA SHWAMA ZA

څنګه د ټول عمر سفر مې يؤ شېبې له راغلو

په يؤ لمحه كښې خپل اشنا ته بېګانه شؤمه ذه

SANGA DA TOL UMAR SAFAR ME YAW SHEBE LA RAGHLO

PA YAW LAMHA KE KHPAL ASHNA TA BEGAANA SHWAMA ZA

ستا په نكريزو كښې شامله د زړه وينه مې ده

سپينو لاسونو كښې دې سر رنګ دحنا شؤمه ذه

STA PA NAKREEZO KE SHAMILA DA ZRRA WEENA ME DA

SPEENO LASOONO KE DE SUR RAND DA HINA SHWAMA ZA

ته مې جهان وې ته ژؤندون وې ته مې ڂان عآبده

ستا د خيالونو په بازار كښې ؤرك له ستا شؤمه ذه

TA ME JAHAN WY TA JWANDOON WY TA ME ZAN ABIDA

STA DA KHYALUNO PA BAZAR KE WRUK LA STA SHWAMA ZA